فیفا پر سید علي رضا آقازاده د پنځو کالو بنډیز ولګاوو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: فیفا په یوه بیان کې ویلي، ښاغلی اقازاده د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې غړو د جنسي ځورونې په مخنیوي او خبر ورکولو کې ناکام شوی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي، اقازاده خبر و چې د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د ملي لوبډلې له یوشمېر نجونو سره زور زیاتی کوي خو خاموشي یې غوره کړې وه.
تر دې مخکې، د افغانستان لویې څارنوالۍ علي رضا اقازاده ممنوع الخروج اعلان کړی و، خو هغه د اسیایي فوټبال د کنفدریشن د اجراييه کمېټې برحاله غړی و.
فیفا پر اقازاده لس زره ډالر جریمه هم لګولې ده.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په نومبر میاشت کې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړه چې په هغه کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ملي لوبډلې یوشمېر غړو د فدراسیون مخکنی رئیس کرام الدین کریم او یوشمېر نور مسئولان په جنسي بداخلاقۍ او زور زیاتی تورن کړل.
د دې ادعاوو تر خپرېدو وروسته، فیفا کرام الدین کریم جریمه او ټول عمر له فوټباله منع کړ. د افغانستان ولسمشر وویل چې دا مسئله به جداً وڅېړل شي.
د کرام الدین کریم دوسیه لویې څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده، خو دا لا نه ده څرګنده چې څه وخت به محکمې ته ولاړه شي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments