فیفا ټاکنو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له ټاکنو د څار بنسټونه یا هم فیفا وایي چې، افغان حکومت او امریکا دې د سولې او ټاکنو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
یاد بنسټونه وایي چې، له یوې خوا د سولې خبرې او بل لور ته پر ټاکنو تینګار دوی د دې ملي پروسو په اړه دوه زړه کړي، چې کوم یو به مخکې تر سره کیږي او ولس باید د څه تیاری ولري.
دوی زیاتوي ښه به وي چې افغان حکومت او امریکا په دې اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي.
فیفا همداراز په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نړیوالې ټولنې پر نقش ټینګار کوي او د دې ټولنې پر کمرنګه او مبهمه ونډې نیوکه لري. دوی وايي، که له نړیوالې ټولنې پرته په ولسمشریزو ټاکنو کې مشکلات رامنځته شي مسوولیت به یې دوی ته هم راجع وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments