فیفا: د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو ټاکل کېدل غیر قانوني وو

comments 0

15 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو اعضاوو د غوراوي څرنګوالی پر انتخاباتو د څارونکو ادارو له نیوکو سره مخ شوی دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو مؤسسه د حکومتي ادارو، سیاسي احزابو، انتخاباتي ټکټونو او مدني ټولنې له لوري د کمېشنرانو د انتخاب بهیر د قانون خلاف او له ستونزو ډک بولي.
فیفا وايي، د دوی له لوري د نویو کمېشنرانو انتخاب او د هغوی له لوري د رای کارونې میکانیزم د یوه سیاسي تعامل پراساس او له مخکې پلان شوی عمل دی.
په ورته مهال یوشمېر حقوق پوهان وايي، دا چې د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران د سیاسي احزابو، مدني ټولنې او ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو له لوري انتخاب شوي، نو په راتلونکې کې د انتخاباتي کمېسیونونو له لوري هر ډول تخطیو کې دوی هم دخیل ګڼل کېدای شي. خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش بیا وایي د ټاکنیزو کمیسیونونو د ګومارنې او دوی ته د رایې ورکولو بهیر شفاف او قانوني و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments