فیفا: د ټاکنو پر وړاندې له شته ګواښونو اندیښمن یو

comments 0

2947 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، د را روانو ولسي جرګې ټاکنو د امنیت لپاره یا سمې برنامې نه دي ترتیب شوې او یا دا چې د امنیتي ادارو او نوماندانو تر منځ اړینه همغږي نشته چې د دې تشې موجودیت دوی سخت اندېښمن کړي دي.
د دې ادارې اجراییوي مشر یوسف رشید د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو پر نوماندانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دا بریدونه د ټاکنو د امنیت په برخه کې د جدي نیمګړتیاوو ښکارندویي کوي او زیاتوي که دا لړۍ دوام وکړي، نو د ټاکنو پر بهیر به ناوړه اغېزه وکړي.
په ورته وخت کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه بیا وایي، چې تر خپله وسه یې د ټاکنو د امنیت په برخه کې پروګرامونه او پلانونه پلي کړي دي.
یادو وزارتونو دغه راز پر خلکو غږ کړی چې په دې برخه کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. دا اندېښنې وروسته تر هغه ډېرې شوې چې پرون په هلمند ولایت کې د ولسي جرګې د یو نوماند پر ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید وشو چې د نوماند صالح محمد اڅکزي په ګډون یې اته تنه ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.
د پرونۍ پیښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments