فیفا: د ټاکنو پر ترسره کیدو نوماندان بې باوره دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: که څه هم ټاکنیز کمپاینونه نږدې یوه اوونۍ مخکې پیل شول، خو تر اوسه پورې د اتلسو نوماندانو له ډلې یوازې څلورو تنو یې کمپاینونه پيل کړي دي.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ اجرايوي مشر نعیم ایوب زاده ویلي، که د ټاکنو فضا همداسې کمرنګه او سړه وي، نو د دې ګواښ شته چې ټاکنې دې هېڅ ترسره نه شي.
نوموړی وايي، که په دې وضعیت ټاکنې هم وشي نو د کړکېچ رامنځته کېدو امکان په کې ډیر دی. دغه بنسټ په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۵۰۰۰ کسانو سره مرکې کړې دي.
په راپور کې پر نوماندانو د خلکو د بې باورۍ، پر ټاکنو باندې د نوماندانو بې باوري او د ټاکنو پر پایلو د خلکو او پخپله د کاندیدانو بې باوري په شان مسایل شامل دي.
ایوب زاده ویلي، نړیواله ټولنه دې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments