فنلنډ د همکاریو ژمنه تازه کړه

comments 0

2067 Views

هندوکش – کابل: د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د سولې بهیر له پرمختګونو ملاتړ وکړ.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پیکاکاپوسټېن د ملي امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره لیدلي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز، ټاکنو او بېلا بېلو نورو برخو کې له افغانستان سره د فنلنډ په همکاریو خبرې کړي .
حمدالله محب ویلي، خپلې اندېښنې او ننګونې یې له نړیوالو همکارانو سره شریکې کړي او هیله مند دی چې د روان کال تر پایه به متفاوت افغانستان ولري.
په همدې حال کې پیکاکاپوسټېن ویلي، هېواد يې د سولې بهیر، پراختیا، اقتصادي ودې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز او په نورو برخو کې، له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments