فنلنډ د اړیکو پراختیا په لټه دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: فنلنډ هېواد له افغانستان سره د اړیکو پراختیا او لا ښه کېدو په لټه کې دی.
په همدې موخه فنلنډ د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر پیکا کوسونن ټاکلی چې وایي، په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت له پیلولو خوښ دی.
د فنلنډ نوي سفیر ویلي، د خپل ماموریت پرمهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتېدو هڅه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د فنلنډ د نوي سفیر باورلیک ومانه.
د فنلنډ سفیر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني بیا په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او فنلنډ تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې کړي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments