فضل الرحمن افريدی: پاکستان کې ۳۲ زره پښتانه تري تم دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ ملګري ملتونه: د پښتون ژغورنې خوځښت غړی فضل الرحمن افريدی چې ملګرو ملتونو ته تلی دی هلته يي ويلي دي چې ۳۲ زره پښتانه تري تم دي.
نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې ويلي دي:« ما په ملګرو ملتونو کې وویل چې په پښتون ميشتو سیمو کې پر پښتون ولس سخت ظلم روان دی، ۳۲ زره خلک تري تم دي، او ډير نور ظلمونه شوي دي.»
نوموړي وویل:« پنځه زره خلک د پښتون ژغورنې خوځښت سره تاييد شوي دي او دوی يي شناختي کارتونه، اسناد او د زندان ادرسونه لري.»
نوموړی زیاتوي چې په دې اړه اسناد شته دي، خو غږ نشوای پورته کيدای اوس چې غږ پورته شوی دی نو اړتيا ده چې ولس باید په دې خبرو پوی شي چې پر پښتون ولس څه روان دي.
د افريدي په خبره په ملګرو ملتونو کې ناستې د افغانستان د بشري حقونو د وضعيت په اړه وه او د پښتون وژنې دا لړۍ د ډيورنډ دواړو لورو ته روان دی.
هغه وايي چې پښتون پسرلی پيل شوی دی او اوس به د پاکستان او پوځ پر ضد غږ پورته کیږي ځکه ويره ختمه شوې ده.
افريدی وايي چې پاکستان پر پښتون ولس د تروريزم ټاپه لګولې وه خو پښتون ولس نړۍ ته وښوده چې دوی ترهګر نه بلکه د ترهګرۍ قرباني دي.
هغه وویل چې پښتون ولس د پاکستاني پوځ له لوري کارول کيږي او وژل کيږي.
نوموړي پر پاکستاني رسنیو هم نيوکې وکړې چې د دوی غږ نه پورته کوي او پښتانه هيڅ رسنۍ ته لاسرسی نلري نو ځکه خو يي نسل وژنه پټه پاتې کيږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments