فضلي: د کرکټ بورډ مطبوعاتي ټيم مجبور دى چې رسنيو ته معلومات ورکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: دا څو ورځې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې وياند فريد هوتک څخه د هېواد ډېرى خبريالان شکايت کوي، چې دوى ته پر وخت او دقيق معلومات نه ورکوي. د همدې ستونزې په تړاو د هلمند ولايت خبريالانو ځينې راپورونه په ټولنيزو رسنيو کې د غږيزو او انځوريزو بڼه خپاره کړي ول، چې ګوا کې د کرکټ بورډ وياند ورته په وخت دقيق معلومات نه ورکوي او دوى ته په دې برخه کې ستونزې دي.
له ښه مرغه ياد موضوعات د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي ته ورسېدل، نوموړي د يادې ستونزې په تړاو خبريالانو ته مثبت ځواب ووايه او په خپله رسمي فېسبوکپاڼه يې په دې اړه وليکل، چې د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو افغانانو مشترکه اداره ده، د دې ادارې مطبوعاتي ټيم مسوول او مکلف دى، چې خبريالانو ته پر وخت او دقيق معلومات ورکړي.
ښاغلي فضلي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه ليکلي:
((د افغانستان کرکيټ بورډ اداره د ټولو افغانانو مشترکه اداره ده، د دغې ادارې مطبوعاتي ټيم مجبور دی چې د ټول هيواد د رسنيو خبريالانو ته پر وخت دقيق معلومات ورکړي.
موږ د هيواد ټولو رسنيو ته احترام لرو او له ځينو رسنيو سره که د کرکيټ بورډ مطبوعاتي ټيم مرسته نه وي کړي، موږ به يې نوټس اخلو او خپل مطبوعاتي ټيم به دې ته جوړوو، چې د هيواد هرې رسنۍ او خبريال ته دقيق او پر وخت ځواب ووايي))
د دې ځواب په خپرولو سره د هېواد ډیری خبریالان د ښاغلي فضلي څخه خوښ شو چې یاده لویه ستونزه یې حل کړه او د هلمند پر ګډون د هېواد ډیری خبریالانو د یادې پرېکړې ستاینه کړې او د همداسې چال چلند غوښتنه یې ترې کړې.
د کرکټ بورډ ادارې ویاندوي تر ډېره وحته د فرید هوتک په لاس کې ده، دا چې کومې تېروتنې فريد هوتک وکړې اوس د کرکټ بورډ په حواله له دې وروسته به داسې مشکلات پیدا نه شي، هر خبریال حق لري چې د یادې ادارې ویاند څخه پوره پوره معلومات واخلي.
آرش احساس
سرچینه: خبریال

Share this page to Telegram

Comments