فزیکي کار او حرکات انسان له ګڼو ناروغیو ژغوري

comments 0

0 Views

د لين سټ سیانسي جریدې د رپوټ او څېړنې له مخې جسماني کمزروتیاو په ټوله دنیا کې د وبا شکل غوره کړی دی او د قربانیانو شمېر يې په ټوله نړۍ کې هرکال د سګرټ څښونکو او دې ورته نورو ناروغیو د قربانیانو سره ورتوالی ښيي.
د نړۍ ګڼو روغتیايي څېړونکو په خپلو څېړنو کې څرګنده کړې ده، هغه کسان ، چې جمسي او فزیکې کار نه کوي او خپل ډېر وخت په ناسته او یا هم په ملاسته تېروي له امله يې د پیدا کیدونکو نارغیو د قربانیانو شمېر په ۲۰۰۸ کال کې۵۳ لکو ته رسیدلی دی .
په رپوټ کې راغلي دي چې د قربانیانو دغه شمېره دا کال په ټوله نړې هم د بېلا بېلو ناروغیو یو کره شمېره ده.
د طبي څېړونو په اساس د د زړه د رنګونو شپږ په سلو کې ناروغان داسې وي چې فیزکي اوبدني کار نه شي کولی، او نورې ډېرې ناروغۍ هم له همدې امله پيدا کېدی شي.
په دغه تحقیقي رپوټ کې ویل شوي دي چې د کینسر په ناروغیو ۱۰٪ اخته کسان هم هغه څوک دی، چې فزيکي کار ډېر نه خوښوي او ډېر کارونه په ناسته ترسره کوي.
نويو څېړنو داسې ښودلې، چې په نړۍ کې د هغو ځوانانو چې لټ او تمبل دي په ډېرو خطرناکو ناروغيو یې د اخته کېدو خطره شته، کومې ناروغۍ چې د بدني کار نه د کولو له امله پيدا کېږي.
طبي کارپوهان وايي، چې بدني کار، په لوبو کې برخه اخيستل او ازاد ورزش يا سپورت انسانان له ډېرو خطرناکو ناروغيو ساتي او د عمر په اوږدوالي کې ورسره مرسته کوي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د عمر په تېریدو سره انسان په جمساني ډول هم کمزوری کیږي او که چېرته يې فزیکي کارونه نه وي ترسره کړي نو په اسانۍ سره د ناروغیو نښه جوړیدلی شي، رپوټ وايي چې دا ستونزه د نارينه وو په پرتله په ښځينه وو کې زياته ده، ځانګړي هغو هېوادونو کې کې چې د خلکو د ژوند سطحه په کې لوړه ده.
رپوټ زیاتوي دغه ډول ناروغۍ په بډایه ملکونو کې تر نورو ډېرې لیدل کیږي، ځکه په دغه هېوادونو کې خلک د پياده ګرځېدو پر ځای په موټر کې ګرځي، او خپل زیات وخت د تلويزيون په کتو او کمپيوټر سره تېروي، چې له امله یې بدني کار ته وخت نه پيدا کېږي.
روغتيا پوهان وايي چې د دې ستونزو د مخنيوي لپاره بايد ځوانان په اوونۍ کې کم تر کمه ۱۵۰ منټه بدني کار وکړي، لکه منډه وهل، سايکل چلولو، پیاده ګرځېدل، او باغواني کول او داسې نور

Share this page to Telegram

Comments