فرا کې د پوځ هلیکوپتر لویدله

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فراه امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وایې دغه الوتکه نن سهار د فراه څخه د شیندند پرلور الوتې وه چې د دي ولسوالۍ جمال غازي سیمه کې لویدلې ده
د لومړنیو راپورونو له مخې هلیکوپتر کې د ظفر قول اردو لوړ پوړي پوځي چارواکي د فرا ولایتي شورا مشر فرید بختور او ځينې نور مهم کسان سپاره وو.
د فرا والي ویاند ناصر مهدي وايي، پېښه کې ټول پنځه ویشت کسان وژل شوي دي.
ویل کیږي هليکوپتر د تخنیکي ستونزو له امله لویدلې ده.
د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments