فراه: ۴ طالبان وژل شوي

comments 0

9 Views

هندوکش – فراه: فراه ولایت کې د پریکنده مأموریت ځواکونو په هوايي برید کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د فراه امنیه قومندانی څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه برید تیره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوی دی .
د خبرپاڼې په حواله برید کې څلور وسله وال وژل شوي او بل چاته په کې زیان نه دی اوښتی .
د فراه ولایت په ځینو نورو سیمو کې بیا ځمکني عملیات شوياو طالبان له ځینو سیمو شاتګ ته اړ شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments