فراه کې ۲طالب وسلوال وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ او قیصارولسوالۍ کې افغان ځواکونو په بیلا بیلو هوايي بریدونو کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
دفراه ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو هوايي بریدونو کې ۱طالب وسلوال په پشت رود ولسوالۍ کې او ۱تن طالب وسلوال په قیصار ولسوالۍ کې وژل شوي دي،دوي زیاتوي
چې د۲تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربیره د دوي دوسلواو مهماتو زیرمې هم له منځه وړل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو هوايی بریدونوکې ملکی وګړو او افغان ځواکونوته زیان نه دي اوښتي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments