فراه کې یو ملا امام د خپل کور اوه غړي وژلي دي

comments 0

1815 Views

هندوکش – فراه: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې، په خاک سفید ولسوالۍ کې د یو جومات ملا امام لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د خاک سفید ولسوال وايي چې دغه ملا د رنګین اباد په کلي کې له څه مودې راهیسې د یو جومات امام و چې د یوې لفظي شخړې وروسته یې د خپلې کورنۍ ځینې غړي وژلي او ټپیان کړي دي.
جمعه خان نورزی وايي، چې د وژل شویو کسانو له جملې نه ٧ تنه یې د ملا د کورنۍ غړي دي او پنځه تنه نور یې ګاونډیان دي.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي هم وايي چې دوو ګاونډیانو غوښتل چې د ملا د دغه کار مخه ونیسي خو هغوی هم وژل شوي دي.
نعیمي وايي چې په وژل شویو کې اته ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments