فراه کې کمانډو عملیات کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: کورنیو چارو وزارت وایي، فراه ولایت اړوندو سیمو کې کومانډو او د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیاتو په پایله کې یوولس وسله وال وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې دا ځانګړي عملیات تیره شپه د بالا بلوک ولسوالۍ په تودنک کلي کې او د مرکز اړوند شور اباد سیمه کې شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه دغو عملیاتو کې د وسله والو یو موټر او د هغوی یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.
کورنیو چارو وزارت لیکلي عملیاتو کې د دوی یو سرتیری شهیدان شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د فراه ځینو سیمو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې عملیات روان دي چې طالبان پکې سخت ځپل شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments