فراه کې پر ملکي وګړو برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: راپورونه وایي، فراه کې دوه تنه د موټر سایکل سپرو کسانو په برید کې ووژل شول.
پيښه نن سهار د ښار اړوند د کرنې ریاست ودانۍ مخته رامنځته شوي .
د فراه د امنیه قومندانی ویاند محب الله محب وايې وژل شوي کسان د فراه ولایت د تیوسک کلي اوسېدونکي دي چې نن سهار د نامالومو کسانو له لوري د کلاشنکوف په ډزو سره وژل شوي .
هغه وايې وژل شوي کسان دواړه ورونه دي چې یوتن يې ښوونکی او بل يې ملکي مأمور دی .
نوموړی وايې د پېښې په اړه د دوی پلټنې رواني دي .
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments