فراه کې پرطالبانو هوایي برید شوی

comments 0

1 Views

هندوکش – فراه: په فراه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايې بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې .
د فراه امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايې طالبانو تېره شپه د پشترود ولسوالۍ اړوند د تینګ سیمې پرامنیتي پوسته وسله وال برید وکړ.
هغه وايې وروسته افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه پردغه سیمې هوايې بریدونه وکړل چې اووه دېرش طالبان وژل شوي اوڅلور نور ټپیان دي .
نوموړی وايې په وژل شووکې د ملا ابراهیم او ملا نعمت الله په ګډون اوه مهم قوماندانان هم شامل دي.
امنیه قومندان وایي، د طالبانو په ځوابي ډزو کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي .
طالبانو تراوسه د دغه جګړې په اړه رسنیوته څه نه دي ویلي
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments