فراه کې هدفي وژنې زیاتې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د راپورونو په اساس، تیره یوه میاشت کې فراه ولایت کې د غلچکې بریدونو له امله تر دیرشو ډیر کسان وژل شوي دي .
د دې ولایت د ولایتي شورا غړې جمیله امیني وايې دغه پيښې د ښار په بیلابیلو سیمو کې رامنځته شوي دي .
هغه وایې، یواځې تیره اونۍ کې تر اووه ډیر کسان په غلجکي بریدونو کې وژل شوي دي .
نوموړې وايي، د دوي د معلوماتو له مخي فراه کې تربل هر وخت غلچکي بریدونه ډیر شوي چې د ښاریانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی.
دا په داسي حال کې ده چې تیره شپه هم د فراه د احصايې آمر صفی الله د موټر سایکل سورو کسانو په برید کې ووژل شو.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايې، د حاجي صفی الله د وژنې په تور یو تن د یومیل تفنچې سره نیول شوی او په خپل جرم يې اعتراف کړی .
نوموړی مني چې تیره یوه اونی کې د نامعلومو کسانو په غلچکي برید کې پنځه پولیس وژل شوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments