فراه کې طالب ضد عملیات روان دي

comments 0

0 Views

هندوک فراه: فراه کې مسوولین وایي، د طالبانو پروړاندې د افغان ځواکونو عملیات لاهم دوام لري.
د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري وايي، د ظفر۷۷ په نوم دغه عملیات تیره ورځ د پشترود ولسوالی په بلندي او کبابي سیموکې پيل شوي دي .
د مهري په خبره، عملیاتوکې ملي پوځ، ملي پولیس او ملي امنیت ځواکونه برخه لري .
ناصرمهري وايي، تراوسه د بلندي کلی د طالبانو له موجودیت څخه پاک شوی او د یوشمیر نورو کلو تصفیه روانه ده .
نوموړي دغه عملیاتو کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه ونه ویل.
ځايي خلکو له افغان ځواکونو غوښتنه کړې چې طالبان یې له کلو څخه وشړي، ځکه چې په ژوند کې یې تنګ کړي دي.
د خلکو په خبره، طالبان ترې په زور د عشر په نوم پيسې اخلي او ډوډۍ او چای ترې هم په زور غواړي، که څوک انکار وکړي، د مرګ تر حده یې وهي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply