فراه کې د طالب وسله والې ډلې دری مهم قوماندانان ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: هندوکش خبري څانګې ته یوې باوړي سرچینې ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۲۲ ترهګر ته په فراه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچینې په وینا، یاد عملیات د ظفر قول اردو هوایي ځواکونو لخوا ترسره شوي چې په لړ کې یې د طالب وسله والې ډلې شپاړلس تنه وژل شوي او شپږ نوې یې مرګوني تپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې یادو عملیاتو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مسوول ملا نعمت الله او حاجي باز محمد چې د کوټې شورا غړي هم پاټې شوي مرګوني ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په وژل شویو کې د ملایعقوب، ملا یاسین آخند زاده او ملا خداداد په ګدون درې مهم طالب قوماندانان هم شامل دي.
تردې دمه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *