فراه کې د طالبانو قوماندان په ګدون 39 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

1210 Views

هندوکش – فراه: په فراه کې امنیتي چارواکي وایي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ملاتړ د هېواد پوځ په عملیاتو کې ۳۹ وسله وال وژل شوي.
د فراه پولیسو ویاند محب الله محب ویلي چې دا عملیات له څو ورځو راهیسې په خاک سفید ولسوالۍ کې دوام لري او د طالبانو څه باندې ۴۰ زره کیلوګرام چاودېدونکي توکي هم لمنځه وړل شوي دي.
دده په وینا، د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو د طالبانو دا شمېر چاودېدونکي توکي د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په درمانګاه کهنه سیمه کې د برید موخه ګرځولي دي.
د فراه پولیسو قوماندان ویلي، د عبدالرحیم په نامه د طالبانو یوتن مشر هم له خپلو ملګرو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي برید کې وژل شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments