فراه کې د طالبانو د تریاکو د پروسس دوه فابریکی له منځه وړل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې، د طالبانو د نشه يي توکو د پروسس دوه مرکزونه له منځه وړل شوي او څلور ترهګر وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځانګړو پولیسو او د ملي اردو کمانډويانو په بالابلوک کې د سیاه جنګل په کلی کې عملیات کړي دي چې د دوو بهرنیانو په ګډون څلور طالبان پکې وژل شوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په عملیاتو کې دوه تنه طالبان هم ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې په عملیاتو کې د طالبانو يو موټر هم له منځه وړل شوی دی.
طالبانو تر دې دمه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments