فراه کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فرا بالابلوک ولسوالۍ ګنج اباد سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماند احمدشاه خان له خپلو دوو زامنو او پنځو ساتونکو سره یو ځای د طالبانو په برید کې ووژل شو.
یوې باوري سرچېنې رسنیو ته وویل، دغه برید تیر ماښام شوی او طالبانو یو ټانګ سوځولی او یو یې له ځان سره بیولی دی.
د سرچېنې په خبره د جګړې ډګر ته د ملي اردو مرستندویه ځواک د راتګ په مهال طالبانو سره نښته کې دوه د اردو سرتیري هم وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې همدا تیر ماښام طالبانو د فرا ولایت فرا رود ولسوالۍ دوراهي سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې ځوابي برید کې یې طالبان وژ شوي او پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments