فراه کې د روان کال په پنځو لومړیو میاشتو کې ۸۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فراه ولایت امنیي قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، سږ کال په فراه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي تر اوسه کچه ډېره لوړه ده، چې په وینا یې په تیرو پنځو میاشتو کې ۵۶۰ تنه وسله وال طالبان د فراه په مرکز او ولسوالیو کې وژل شوي او کابو ۳۰۰ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلې محب زیاتوي همداشان ۷۰ تنه وسله وال طالبان یواځې د پولیسو لخوا په فراه کې نیول شوي او سلګونه مېله ډول ډول وسلي هم د افغان ملي او دفاعي ځواکونو لاسته لوېدلي دي. په همدې حال کې د فراه ولایت اوسېدونکي پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې نور دې له جګړې څخه لاس واخلې، ځکه په جګړه کې خیر او بریا نشته.
د روان کال په لمړیو ۵ میاشتو کې د وسله والو طالبانو مرګ ژوبله په فراه ولایت کې بې سارې وه، او لا هم هره شپه پدې ولایت کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.
د فراه ولایت امنيي قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، د سږ کال په لمړنیو ۵ میاشتو تر ۵۶۰ تنو ډېر وسله وال طالبان د فراه په مرکز او ولسوالیو کې وژل شوي، او کابو ۳۰۰ تنه نور ټپیان دي. د ښاغلي محب په وینا ددې په وژل شویو او ټپي شویو وسله والو طالبانو کې ددوي مهم قوماندانان هم شامل دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments