فراه کې دیرش طالبان تسلیم شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فراه امنیه قومنداني وایي، د عبدالولي مبارز په نوم یو قومندان چې د نظام او خلکو پرضد یې وسله پوره کړې وه، د جمعې په ورځ له ۳۰ ملګرو سره یو ځای تسلیم شو.
مبارز پرچمن ولسوالۍ کې وسله وال فعالیت کو چې د امنیه قومندانۍ په هلو ځلو او فشارونو اړ شوی چې له وسله والې جګړې لاس واخلي او تسلیم شي.
د فراه امنیه قومندانۍ څخه خپره شوې خبرپآڼه لیکي چې مبارز له ملګرو سره یو ځای درنې او سپکې وسلې هم پولیسو ته سپارلي دي.
مبارز او ملګرو یې په خپلو تېرو فعالیتونو پښیماني ښودلې او ډاډ یې څرګند کړی چې د نظام او افغان ځواکونو په ملاتړ به کار وکړي.
تسلیم شوي قومندانان طالبان پرديپال یاد کړي چې د پردیو د ګټو لپاره افغانان قرباني کوي او افغانستان ورانوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments