فراه کې ديني عالمانو له طالبانو غوښتي دي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوئ

comments 0

7 Views

هندوکش ــ فراه: په فراه ولایت کې ګڼ شمیر دیني عالمانو په یوه جوړه شوې ناسته کې له وسلوالو طالبانو څخه غوښتي دي، چې تاوتریخوالی ودروئ او بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی ونیسئ.
دوی همدا راز د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کوي، چې سوله د هر افغان هیله ده او باید د ملت غوښتنو او هیلو ته لبیک وویل شي.
یادو دیني عالمانو له هېوادوالو په ځانګړي ډول د فراه له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه،چې په خپلو کې سره یو شئ او ملي یووالي ته کار وکړئ.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments