فراه کې خبریال وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: وسله والو فراه ولایت ته په لاره یو افغان خبریال غرغره کړ.
د راپورونو له مخې، دغه خبریال جاوید نوري نومیده چې په فراه ولایت کې یې د نشهت په نامه سیمه ییزه راډیو کې دوه خپرونې پر مخ وړې.
د بي پولو خبریالانو ټولنې ویلي، ۲۷ کلن نوري کله چې فراه ولایت ته په یوه بس کې پر لاره و، د خلکو له منځه د وسله والو لخوا ښکته کړل شو او د سړک پر سر وژل شوی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو ځايي چارواکي دا کار د طالبانو یادوي.
دا په ۲۰۱۹ کال کې لومړی افغان خبریال دی چې افغانستان کې وژل کیږي.
افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره یو خطرناک هیواد بلل شوی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments