فراه ولایت کې ۱۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

18 Views

هندوکش ــ فراه: افغان ځانګړوځواکونو د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۱۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د فراه امنیه قوماندان ویاند محب الله محب وايي، چې ترسره شوي عملیات د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ ترسره شوي، چې په ترڅ کې ۸تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳تنه طالب ترهګر ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکی وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments