فراه ولایت کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

8 Views

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې لسګونو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ویلي، جګړې د دغه ولایت په بالابلوک، اناردره او پشت کوه ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې په ټول کې ۴۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، په دغه جګړه کې دوه افغان سرتېري برسیرن ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې فراه په ګاونډ هلمند ولایت کې هم له تېرو اتو ورځو راهیسې جګړې زور اخیستی، چې د ځايي چارواکو په وینا تر اوسه په کې له ۳۰۰ زیات طالبان وژل شوي دی.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments