فراه: د ترانسپورټ دوه کارکوونکي وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فرا ولایت ټرانسپورټ ریاست دوه کار کوونکي نن شاوخوا لس بجې د ناپيژانده وسله والو له لوري په ډزو ووژل شول.
د فرا د پولیسو ویاند محب الله محب وايي، دا پېښه د مرکز اړوند قلعه زمان سیمه کې شوې ده.
بریدګر تښتیدلي او پولیسو یې په تړاو څېړنې پیل کړي دي.
د برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې دا ډول پېښو مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments