فرانسې کې لاریونونو د ښار نظم ګدود کړې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – فرانسه: فرانس پرس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې،د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون د پاليسيو په مخالفت کې د ۱۱مې اوونۍ لپاره په لسګونو زره کسانو څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ.
چارواکو پرون وويل، په ګڼو ښارونو کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ و ډب شوى او پوليسو په پلازمېنه پاريس کې د مظاهره‌چيانو د تيت و پرک کولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز کارولي دي.
د پاريس پلَس دوله بستي ساحه په تېرو درېيو مياشتو کې د مظاهرو اصلي مرکز ګڼل کېږي.
د فرانسې چارواکو ويلي چې په پاريس کې ٢٢٣ کسان نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، په ټوله فرانسه کې شا و خوا ٦٩٠٠٠ کسانو په مظاهرو کې برخه اخېستې وه چې د تېرې اوونۍ په نسبت کم شمېر دى.
د دوى په حواله تېره اوونۍ په دغسې مظاهرو کې ٨٤٠٠٠ کسانو ګډون کړى و.
دغه مظاهره چيان په ژېړ-واسکټو ځکه مشهور دي چې د خونديتوب شببين داره ژړ واسکټونه يې په تن دي.
مظاهرې په لومړيو کې د ولسمشر مکرون له خوا له خوا پر تېلو د ماليې د لوړولو د پلان په اعتراض کې پيل شوې، خو وروسته په پراخو حکومت ضد اعتراضونو بدلې شوې.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments