فرانسه کې په عامو خلکو وسله وال برید وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – فرانسه: فرانسې کې په یوې پیښې کې یو تن مړ او ۶ تنه ټپیان شوي دي
فرانسې خبري ورځپاڼو نه په خپور شوي خبرو کې راغلي چې پیښه د فرانسې په سویل کې د تولوز په ښار کې تیره شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې شوې.
د خبرونو پر بنسټ یو تن چې په موټر سایکل سپور وو په عامو خلکو ډزې وکړې چې له امله يي یو تن مړ او ۶ تنه نور ټپیان شول.
تولوز کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې سره ددې چې دا ډول بریدونه په هیڅډول د منلو وړ ندي خو د لومړنیو تحقیقاتو نه داسې ښکاري چې د ترهګرو سره کوم تړاو نلري.
یاده دې وي چې تیره ورځ هم د فرانسې په سویل کې برید کوونکو پر مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال وسله وال برید وکړ چې په پایله کې ۸ تنه ټپیان شوي وو.
د تولوز د ښار چارواکیو ویلي دي چې په یاد شوي ښار کې امنیتي تدابیرو کچه لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې په سویل کې د یوې اوونۍ په دننه کې دا دریم وسله وال برید ده چې ترسره کیږي او پخلې بیا تر اوسه چا نه دې آخیستې.
فضل احمد الکوزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *