فاریاب کې ۹ تنه طالبان هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل یې د افغان ځواکونو په پوستو بردیونه ترسره کړي

comments 0

40 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۹ تنه طالبان ووژل شول.
چارواکي زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې له طالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوي وايي، چې په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو کوم زیان نه دی رسیدلی.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments