فاریاب کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت وایې تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په “چقماق” کلي کې له وسله والو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د پشتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون نهه نور ټپيان دي.
دغه وزارت د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په شوې نښته کې د یو سرتېري د ټپي کیدو خبر هم تائید کړی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments