فاریاب کې مدني فعالان وايي،طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې

comments 0

35 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت اوسیدونکي او مدني فعالان وايي، چې طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې، نوله همدې امله یې په درواغجنو تبلغاتو او دملکي کسانو په وژنه لاس پورې کړی دي.
دفاریاب اوسیدونکي وايي، چې له طالبانو څخه خلک کرکه کوي، دوي نه شي کولای چې په بې ځایه تبلغاتو سره دولس په زړونو کې ځاي پیدا کړي.
بلخو ا په بلخ کې دمدني ټولنې مشر سیدزین الدین عبادي وايي، چې طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړ ه ناکام دي،طالبان غواړي په بې ځایه تبلغاتو سره دخلکو ذهنونه مخشوش کړ ي،نوموړي وايي، چې فاریاب اوسیدونکي په بشپړ ډول دافغان اتلو سرتیرو ملاتړ کړی او لا یې هم ملاتړ ي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments