فاریاب کې طالبان وژل شوي

comments 0

74 Views

هندوکش – فاریاب: ملي دفاع وزارت وایي، فاریاب کې ۳۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت جمشېدي ویلي، دغه عملیات د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې شوي، چې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
جمشېدي ویلي، عملیاتو کې ۱۷ کلي هم له طالبانو چاڼ شوي او د هغوی د وسلو څو زېرمې هم د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي.
د جمشېدي په خبره، یادو عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments