فاریاب کې طالبان وژل شوي

comments 0

876 Views

هندوکش – فاریاب: شمال کې د پوځ مسوولین وایي، فاریاب کې یې د عملیاتو په پایله کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو سرګروپ ملا نصرت او په ټپيانو کې د ملا موسی په نوم د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.
دا عملیات د فراه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې شوي چې افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
خبرپاڼه لیکي چې د جګړې په میدان کې له طالبانو دوه جسدونه، وسلې او مخابرې هم پاتې شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments