فاریاب کې د سرې قطعې قومندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: راپورونه وایي، د هېواد په شمال لویديځ فاریاب کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.
شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او غورماچ ولسوالیو کې يې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وویل چې د فاریاب په یادو درې ولسوالیو کې وسله الو ته دغه تلفات د هوايي بمبارۍ او ځمکۍ جګړې له لارې اوښتي دي.
نوموړي وويل چې په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا رحيم الله هم شامل دی.
د شاهین قول اردو ویاند زياتوي چې په ټپيانو کې بيا د غورماچ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی قاضي ملا قادر هم شته دی.
طالبانو بیا په فاریاب کې د څو امنیتني پوستو د نیولو او ګڼو افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments