فاریاب کې د۲ طالب قوماندانانو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي دي.

comments 0

120 Views

هندوکش – فاریاب: د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وآيي ملاهاشم مشهور په خیبراو مولوي جندالله دطالبانو هغه لوړپوړي قوماندانان دي، چې دبلچراغ ولسوالۍ په ناامنۍ کې یې لاس درلود او دافغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضايی وايي په یاد عملیاتو کې دملا هاشم په ګډون ۱۰ طالبان وژل شو ي او ۱۳ تنه ټپیان دي، همداراز په دمولوي جندالله په ګډون ۱۸ تنه طالبان وژل شوي او ۹ تنه ټپیان دي.
ښااغلي رضايي وايي چې په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments