فاریاب کې افغان ځواکونه عملیات پیلوي

comments 0

52 Views

هندوکش ــ فاریاب: د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وايي، د فاریاب په قرمقل او قرغان ولسوالیو کې د ملي اردو سرتېرو له خوا عملیات پیل شوي دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وویل، د قیام په نوم د دغو عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې شي.
د رپوټونو پر اساس، په فاریاب کې د قرغان او قرمقل ولسوالیو یوازې مرکزي سیمې له حکومتي ځواکونو سره دي او پر پاتې برخو یې له دوو کلونو راهیسې طالبان واک کنټرول لري.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments