فاریاب ولایت کې ۶۳ ځانګړو سرتیرو دفراغت سندونه ترلاسه کړل

comments 0

0 Views

هندوکش-فاریاب:په فاریاب ولایت کې دملي پولیسو ۶۳ تنو ځانګړو سرتیرو دیوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې دفراغت سندونه ترلاسه کړل،په غونډه کې دفارباب والي نقیب الله فایق هم برخه اخییستي وه، نوموړي په خپلو خبرو کې افغان ځواکونه دهېواد او خاورې رښتیني اتلان یادکړل،نوموړي زیاته کړه،افغان ځانګړو ځواکونو په دې ورستیو کې دطالبانو دترهګریزو بریدونو مخه نیولې.
دغونډې په پاي کې ځانګړو سرتیرو ژمنه وکړه، چې په پوره صداقت او ایماندارۍ به دخپل هېواد او خاورې ساتنه کوو.
عاطفه مصصم

Share this page to Telegram

Comments