فاریاب ولایت دطالبانو دوسلو یوه مهمه زیرمه اوپټنځای له منځه یوړل شو

comments 0

2432 Views

هندوکش – فریاب: دفاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو دقوماندان ملاحفیظ الله او دهغه دپلویانو پټنځای له منځه یوړل شو،له نوموړي پټنځاي څخه ۷ کړۍ ماینونه ۴۳دطالبانو هویت کارتونه، ۲۰ جوړه نظامي دریشي او همداراز زیات شمیر پاکستاني هویت کارتونه هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلی دي.
دملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي: چې په یادو عملیاتو کې څو جلده تبلغاتي کتابونه چې دجلب او حذب په توګه یې ترې ګټه اخیسته ترلاسه کړي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments