فاریاب: مشهور قومندان تاج الدین ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: شمال کې د پوځ مسوولین وایي، فاریاب کې د عملیاتو په مهال طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
شمال زون کې د دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال شل طالبان وژل شوي، پنځلس ټپیان او دولس نور نیول شوي دي.
خبرپاڼې لیکلي چې د وژل شویو په ډله کې یو هم د طالبانو مشهور قوماندان قاري تاج الدین شامل دی.
شاهین قول اردو لیکلي په دغو عملیاتو کې له هوايي ځواک هم کار اخیستل شوی دی.
قاري تاج الدین د طالبانو مشهور قومندان و چې د نږدې سل ملکي او نظامي کسانو د وژل کیدو تور پرې و.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments