فاریاب: د طالبانو دوه ولسوالان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: د فاریاب پښتونکوټ ولسوالۍ کې هوايي برید د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان ووژل.
د دوه سوه نهه شاهین قول اردو مطبوعاتي مسول حنیف رضايي ویلي، دا هوايي بریدونه تیره ورځ د پښتون کوټ ولسوالۍ خواجه ناموسا دښته کې کړي دي.
د رضايي په خبره دغو بریدونو کې د طالبانو دوو ولسوالانو په ګډون لس طالبان وژل شوي دي.
سرچېنې د وژل شویو طالب ولسوالانو نومونه ملا عزت الله او مولوي حزب الله ښودلي دي.
حنیف رضايي همداراز ویلي، دغو هوايي بریدونو کې د طالبانو اوه عرادې نقلیه وسایط هم له منځه تلي د ي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments