فاریاب؛ د طالبانو په ډزو او هاوان لګېدو کې ۴ کسان وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د یوه طالب په ډزو کې چې چادري یې اغوستې وه او د دې ډلې له لوري د هاوان یوې مرمۍ د توغولو له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، یوه طالب چې چادري یې اغوستې وه، پرون ماسپښین د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالي په مرکز کې پر خلکو ډزې کړې دي. د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې یو نظامي او یو ملکي وژل شوي او ۶ ملکیان ټپیان دي.
یورش وايي، د فاریاب په شیرین‌تګاب ولسوالي کې پر یوه کور د طالبانو له لوري د توغول شوي هاوان له کبله ۲ ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ نور ټپیان دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments