فارن پالیسي: افغانستان لپاره د امریکا نوي تګلارې کې د بریالیتوب نښې نه معلومیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکایي ورځپاڼې نه په خپور شوي مطلب کې راغلي چې د امریکا پخوانۍ تګلارې په مقایسه نوې تګلارې یواځې ظاهري توپیر لري نه عملي.
امریکایي ورځپاڼ لیکي: امریکا لا هم هغه ستراتېژي نه لري چې په افغانستان کې د بریالیتوب نښې په کې معلومې شي.
فارن پالیسې زیاتوي چې: دا سمه ده چې امریکا وايي په افغانستان کې به له ټولو هغو امکاناتو کار واخلي چې په واک کې يې لري، خو د واشنګټن دا پالیسي دومره عملي نه ښکاري، ځکه چې امریکا یوازې پر دې ټینګار کوي چې افغانستان به پرې نږدي چې بیا د تروریستانو په پټنځای بدل شي‎.
لیکوال چې د امریکا یو پخوانې جنرال دې وایي، له کلونو کلونو جګړې وروسته امریکا دا نه ده معلومه کړې چې د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز په کومه سطحه کې دی او آیا له هغو چیلنجونو سره مقابله کولی شي چې ورسره مخ کېږي؟
جان آر بالتن زیاته کړه: له هر څه مخکې باید د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شي، ترڅو په اوسنۍ ګډه جګړه کې اغېزمن ثابت شي او په راتلونکې کې پرته له بهرنۍ همکارۍ مسوولیتونه پر غاړه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له نوي اعلان شوې تګلاړې وروسته مثبت او منفي څرګندونې ځینو لخوا څرګند شوي خې افغان حکومت یې هرکلې کړې دې.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *