غوړ او پروټین د قبضیت لامل کیدای شي

comments 0

0 Views

د لندن د امپیریل پوهنتون یوه څیړنه کړې چې هغه کسان چې په زیاته اندازه پروټین او غوړ استعمالوي د قبضیت په ناروغۍ د اخته کیدو چانس يې ډیر دی.
د قبضیت ناروغي له دې برسیره د یخو مشروباتو، زیاتو پخو شوو خوړو، چاکلیټ، ذهني فشار،د اوبو کم استعمال څخه هم مینځ ته راځي.
قبضیت ناروغي د ځان سره نورې خطرناکې ناروغۍ مینځ ته راوړي چې یو له هغو څخه د سرطان ناروغي ده، قبضیت خپله په لوی کلمه کې د فاضله موادو سختیدلو ته وايي چې د لوې کلمې په اخیره برخه یا Anal Canal کې وینه په وړو رګونو کې راټولیږي چې مریض بیا د لوی اودس ماتي وخت کې سخت درد او وینې نه شکایت کوي .
د قبضیت ناروغي څخه مخنوی ډیر اسانه او ارزانه ده هره ورځ زیاتې اوبه څښل، د غوښې او نورو پروټینې غذاوو پر ځاې د شنو سبو زیات استعمال همدا شان په سلاته کې د کاهوو استعمال ددې ناروغۍ څخه اسانه خلاصون لاره ده .

Share this page to Telegram

Comments