غوڅ ملاتړ ماموریت: د ترهګړي ضد مبارزه کې افغانونو ترڅنګ یو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ناتو ماموریت له رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په کابل کې پر علماوو برید غندلی دی.
ددغه ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر علماوو پېښې سخت خواشیني کړې یو او د ملي ماتم په ورځ په دې غمګینو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو.
یاد ماموریت زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې د افغانانو ملاتړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments