غور کې یوې میرمنې ځان وژنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – غور: د غور پولیس وایي، په ساغر ولسوالۍ کې یوې میرمنې تېره شپه ځان زندۍ کړی او مړه شوې ده.
د غور د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، پېښه د یادې ولسوالۍ مناک کلي کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.
میرمن د حفیظې په نوم وه او د پولیسو د مالوماتو له مخې حامله هم وه.
د پېښې په تړاو د حفیظې میړه او خسر نیول شوي دي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *