غور کې دوه مهم طالبان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غور: د غور پولیس وایي، فیروز کوه ښار کې د طالبانو دوه مهم غړي نیول شوي دي.
د غور امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دغه عملیات تیره ورځ د غور مرکز فیروز کو کې کړي.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، د نیول شویو کسانو یو یې د طالبانو د سرې قطعې د لس کسیزې ډلې مشر او دویم یې د غلام محمد په نوم بل مهم کس دی.
دا کسان د خلکو په ځورونه، قتل او انسان تښتوونو کې هم لاس درلود چې له ډير وخت راهسې يې افغان ځواکونو د نیول کیدو هڅه کوله.
د دې کسانو په نیول کیدو سره به ځینو سیمو کې نسبت ارامي شي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments